د هندي سینما وتلې ستورې ډیپیکا پاډوکون د خپل نوي خپور شوي، فلم (پاډماوت) بریالیتوب لمانځي. دې فلم په کروړنو پیسې وګټلې.
فلم کې ډیپیکا پاډوکون د هندوستان د تاریخي ملکې (پاډماوتي) رول لوبوي، چې په څوارلسمه پیړۍ کې ژوند کاوه.
له ډیپیکا پاډوکون څخه پوښتنه وشوه، چې که په فلم کې د پاډوماوتي رول دې نه و لوبولی، چا به دا رول لوباوه؟
پاډوکون يې پرته له ځنډه په ځواب کې وویل، چې هیچا هم نشو کولای. ډیپیکا پاډوکون وايي، چې فلم کې د پاډماوتي د رول لپاره پرته له دې بل هیڅوک هم مناسب نه دي.
پاډماوتي د هندوستان د څوارلسمې پيړۍ په تاریخ جوړ شوی فلم دی، چې په هندوستان کې له ګڼو ننګونو وروسته د جنوري په ۲۵ مه خپور شو، چې پکې له ډيپیکا پاډوکون سربیره رنویر سنګ او شاهد کپور هم لوبیدلي دي.