پاکستاني پولیسو د عمران خان ۶۱ پلویان نیولي او ۳ پوليس هم ټپيان شوي دي

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو په لاهور ښار کې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر کور برید کړی او د هغه ۶۱ پلویان یې نیولي دي. دغه برید کې درې تنه پولیس هم ټپيان شوي.
دا برید په داسې حال کې کېږي چې عمران خان د ځواب ویلو او محکمې ته د حاضرېدو لپاره اسلام اباد ته سفر کړی.