پاکستاني چارواکي وايي،‌ د یوه اورګاډي د اوښتو پېښه کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان دي

دغه پېښه تېره ورځ د پاکستان د سېند ایالت په شنغر ولسوالۍ کې شوې ده او دا اورګاډی له کراچۍ نه حویلیو سیمې ته روان و. پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې د هزاره اېکسپرېس په نامه اورګاډی له خپلې لیکي ووت او چپه شو.‌ د پاکستان د اورګاډو چارو وزیر سعد رفیقي دغې پېښه کې تر دې دمه د دېرشو کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.‌ د پاکستان د اورګاډو چارو وزیر ویلي چې د اورګاډي چټکوالی په عادي حالت کې وو او دا چې ولې چپه شوی،‌ په اړه یې پلټنې کوي.‌