پاکستانی لوبغاړی ناصر جمشید د پیسو اخیستو په سر د کرکټ لس کلن بندیز سره مخ شو

ناصر جمشېد د کرکټ لس کلن بندیز سره مخ شو

د پاکستان کرکټ بور یا پي سي بي د رشوتونو څانګې په خپل پخواني لوبغاړي ناصر جمشېد باندې د لوبو کولو لس کلن بندیز ولګاوه.

د یادې څانګې د معلوماتو له مخې نوموړي د ۲۰۱۷ کال پاکستان سوپر لیګ سیالیو کې د میچ په سر پیسې اخیستې وې.

کرکټ بورډ په خپله فیصله کې ویلي، چې ناصر جمشېد به په کرکټ بورډ او د کرکټ انتظامیه کې ١٠ کاله وروسته هم کومه څوکۍ نه شي ترلاسه کولی.

د یاد هېواد د روشوتونو څانګې ویلي، چې نوموړي د کرکټ میچ د نتیجې بدلولو لپاره د جوار ګرو نه پیسي اخستي او دا تورونه هم پرې ثابت شوي دي.

ناصر جمشېد په چپ لاس توپ وهنه کوله او د پاکستان لپاره یې ۴٨ یو ورځني، ۱۸ شل اوریزې او دوه ټېسټ لوبې ترسره کړي دي.

په ۲۰۱۰ کال کې د کرکټ نړیوالې شورا د پلټنو یوې ډلې هم د پاکستان په درې لوبغاړو ته د بډو اخیستو په سر بندیزونه لګولي وه، چې له مخې یې په سلمان بټ لس کاله، په محمد آصف باندې ۷ کاله او په محمد عامر باندې ۵ کاله بندیز لږیدلی وو.

نصرت الله عمرزی