پاکستانۍ اداکاره: د لومړنۍ يارانې ساتلو لپاره مې د ژوند ٨ کاله تباه کړل

د پاکستان نامتو اداکاره صبا قمر وايي، چې د خپل ژوند لومړنۍ يارانې د ساتلو لپاره يې د ژوند خواږه ٨ کلونه تباه کړل، خو بيا هم په دې بريالۍ نه شوه چې واده وکړي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، پاکستانۍ نوموتې اداکارې صبا قمر خپل يوټيوب چېنل جوړ کړى دى چې وايي د دې چېنل له لارې به د نوو هنرمندانو ملاتړ او مرسته کوي.

صبا قمر په خپل دغه چېنل کې لومړۍ ويډيو خپره کړې ده چې هغې ته يې د (يوازېتوب) نوم ورکړى دى او د ګرځبندېز پر مهال د ژوند يوازېتوب يې پکې ښکاره کړى دى.

خو خپله دويمه ويډيو بيا هغې کومېډي جوړه کړې ده، چې له مشهورو خلکو څخه يې جالبې پوښتنې کړې دي.

د مرکې پر مهال صبا قمر ويلي دي، چې هنرمندان بايد داسې وي چې هغه عامو خلکو سره نږدې اړيکې وساتي، زه غواړم چې دا ډول له حقيقت ډک رولونه ترسره کړم.

د دغه مرکې پر مهال نوموړې دا هم ويلي دي، چې ٨ کاله يې له يو چا سره اړيکې (يارانه) وه او خو پايله يې ډېره خرابه راووتله.

هغه زياتوي، چې له ډېر کوچنيوالي سره نجونو ته دا ويل کېږي، چې که هر څه کېږي خو چې په ژوند کې مو لومړنى سړى راشي، نو هغه بيا هېڅ کله هم مه پرېږدئ، همدې خبرې زما د ژوند ٨ کلونه تباه کړل.

صبا قمر وايي، هغه چې به راسره هر څه کول، وروسته به يې بخښنه غوښته او ما به هم بخښلو، خو په پاى کې يې د يوې بلې نجلۍ لپاره زه پرېښودم.

ما د دې اړيکې د ساتلو لپاره ډېره خواري وکړه، ما غوښتل چې واده وکړم، خو هغه د واده فکر هېڅ نه و کړى او زما د ژوند ٨ کلونه يې تباه کړل.

کاپي….