پاکستانۍ ادکارې د خپلو نیمو بربنډو عکسونو دفاع کړې

وروسته له هغې چې د وتلې پاکستانۍ اداکارې ماهره خان او د بالیووډ د ستوري رنبیر کپور ګډ عکسونه د نیویارک له یو هوټل څخه خپاره شوه، ماهره خان د نیمو بربنډ لباس د اغوستلو له امله د سختو انتقادونه سره مخ شوه.

عکسونو کې ماهره خان له رنبیر کپور سره په ګډه سګرت څکوي او داسې جامې يې په تن دي، چې نیم بدن يې ترې ښکاري.

مینوالو يې ماهره خان رنبیر کپور سره په اړیکو تورنه کړه او د نیمه بربنډو جامو له امله يې ورباندې سخت انتقادونه وکړل.

تازه ماهره خان په دې اړه په ټولنیزو رسنیو کې خپل نظر خپور کړی. نوموړي ویلي، چې دا دې شخصي ژوند دی، او هیڅوک باید د چا په شخصي ژوند کې مداخله ونه کړي.

هغې زیاته کړې، چې د یو هلک او جلۍ لپاره دا عادي خبره ده، چې سره کیني او یو د بل له تجربو څخه زده کړه وکړي.

ماهره خان ښځو ته په خطاب کې ویلي، چې هیچا ته اجازه مه ورکوي، څو تاسې تعریف کړي. تاسې ټولې ارزښتمنې يې او همیشه په خپله خوښه ژوند وکړئ.

ماهره خان وروستی ځل د شارخ خان سره په ریس فلم کې ولیدل شوه.