پاکستانۍ محکمې د نواز شریف د زامنو د نیولو امر وکړ

د پاکستان يوې محکمې د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د زامنو، لور او زوم د نیولو امر کړی، خو پر ده يې د تور لګونې لپاره د دویم اکتوبر پر ځای نهم اکتوبر ټاکلی.

دغه تورن کسان د ښاغلي شریف دوه زامن، یوه لور او زوم دي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف- چې د درغلۍ په تور د دغه هېواد سترې محکمې د روان عیسوي کال په جولای میاشت کې له دندې ګوښه کړ- اوس يې هم د دغه هېواد په احتساب محکمه کې قضیه روانه ده.

د دغه هېواد سترې محکمې د پاکستان احتساب ادارې (نېب) ته امر کړی و، چې د احتساب یادې محکمې ته د پخواني لومړي وزیر نوازشریف او کورنۍ ضد د درغلۍ درې دوسیې واستوي.

دا دوسیې یوه په بهر کې د پټو شتمنیو، دویمه د العزیزیه پولادو کمپنۍ او د ریمه په لندن کې د کور په تړاو ده، چې د سترې محکمې په خبره پکې درغلي ښکاري.

د نوازشریف وکیل محکمې ته وویل، په لندن کې د ښاغلي شریف د مېرمنې کلثوم نواز د سرطان درملنه روانه ده، درې واړه اولادونه يې له هغې سره هملته دي، ځکه دې محکمې ته حاضر نه شول.

دپاکستان د کورنیو چارو وزیر له رسنوالو سره خبرو کې په دې سخته خواښيني څرګنده کړه او اخطار يې ورکړ، چې که د رینجرو د هغه چارواکي- چې دی يې له محکمې را وګرځاوه- پر ضد جدي ګام پورته نه شي، له خپلې دندې به استعفا وکړي.