پاکستان افغان سوداګرو ته د توکو رالیږد اجازه ورکړه

پاکستاني حکومت ویلي، له افغان لوري سره تر خبرو وروسته یې د افغان سوداګرو تجارتي توکو ته د رالیږد اجازه ورکړې ده .

د پاکستاني حکومت په وینا، چې اوس مهال د افغان سوداګرو لس زره کانټېنرونه په کراچۍ بندر کې او تر څلورو زورو پورې د تورخم او چمن په بندرونو کې ولاړ دي، چې په وینا یې افغانستان ته د لیږد اجازه ورکړل شوې ده .

پاکستاني حکومت ویلي دغو توکو ته یې پدې شرط د لیږد اجازه ورکړې ده، چې موټر چلوونکي او ورسره مل کسان به روغتیایي تدابیرو ته  جدې پاملرنه کوي .

د پاکستاني چارو اکو په وینا تر ډیره به هغه کانټېنرونو ته د رالیږد اجازه ورکړې چې خوارکي ، روغتیایي او نور لومړني توکې پکې بار دي .