پاکستان: امریکا سره د ډاکټر شکیل احمد په تړاو خبرو ته چمتو یو

د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو ځانګړی مرستيال طارق فاطمي وایي، پاکستان د ډاکټر شکيل افريدي د مسئلې په اړه د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت سره خبرو ته چمتو دی.

شکيل افريدي په ٢٠١١ کال کې د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی ای سره د مرستې په مقصد د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې د القاعده شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د شتون د معلومولو لپاره په سیمه کې د واکسينيشن جعلي کمپاین پیل کړی و، چې وروسته د پاکستاني ځواکونو لخوا ونیول شو.

شکیل افریدی هیواد ته د خیانت په تور په ٣٣ کاله بند محکوم شوی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو مقاماتو د ډاکتر افریدي په وړاندې د پاکستان چلند غیر منصفانه او بې ځایه گڼلی دی او په وار وار یې د هغه د خوشې کیدلو غوښتنه کړې ده.