پاکستان اوس ولې انتحاري حملې ناروا بلي؟

 

د پاکستان یو شمېر دیني عالمانو د انتحاري حملو، وسله وال مخالفت او د زور په کارولو د اسلامي شریعت د تحمیل پر ضد فتوا ورکړې ده.

دوی چې د پاکستان له ګوټ ګوټ ټول شوي و د شنبې په ورځ یې په اسلام اباد کې په نړیوال اسلامي پوهنتون کې دا فتوا صادره کړې ده.

دغه دیني عالمان د پاکستان دیني مدرسو، عربي مدرسو، د پاکستان عالمانو شورا او د کراچۍ دارالعلوم په استازیتوب سره ټول شوي و.

د دوی تر منځ پیژندل شوي مفتیان مولانا رفیع عثمان، مفتي منیب الرحمن، مفتي نعیم، مولانا حمید الحق او ځینې نور شامل و.

مفتي نعیم وویل چې جهاد او ترورېزم سره توپیر لري او د جهاد اعلان یوازې د یوه اسلامي دولت کار دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه وخت وړاندې دامریکا داستخباراتي ادارې چارواکو دپاکستان پر وړاندې تندې خبرې وکړې او زیاته يي کړه دترهګرۍ اصلي مرکزونه چې په پاکستان کې دي په سیمه کې نا امنیو ته زور ورکړې.