پاکستان او طالبانو د سولې په خبرو ټینګار کړی

د غه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له طالب پلاوي سره په کتنه کې کړي دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له طالب پلاوي سره کتلي دي او دواړو لورو د سولې د خبرو پر بیا پيلېدو ټینګار کړی دی.

د راپورونو له مخې په دې لیدنه کې محمود قریشي ویلي پاکستان د افغان سولې په پروسه کې همکاریو ته ادامه ورکوي. دده په خبره دوی ددې غوښتونکي دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړې خبرې بیا پيل شي او په دې توګه روانه جګړه په افغانستان کې پای ته ورسېږي. طالب پلاوي هم ویلي دوی ددې ملاتړي دي چې له امریکا سره خبرې بیا پيل شي. محمود قریشي دا هم ویلي چې افغان جګړه له نظامي لارو نه بلکې د سیاسي مذاکراتو پر مټ د حل وړ ده. طالب پلاوی پاکستان ته له رسېدو سره سم د پاکستاني مقاماتو له تاوده هرکلی سره مخ شوی دی او ټاکل شوې چې دغه پلاوی له نورو پاکستاني چارواکو سره هم وګوري.