پاکستان به د بین الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي

سولې عالي شورا د د افغان سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې او په قطر کې د امریکایي او طالب استازو ترمنځ را روانې خبرې د سولې په برخه کې له هیلو ډکې بولي.

د سولې د عالي شورا ویاند غفور احمد جاوېد د چهارشنبې په ورځ  رسنیو ته وویل ، دوی هیله لري چې د قطر اووم پړاو خبرې د بین ‌الافغاني خبرو د پیل لامل شي.

د سولې عالي شورا دا خوشبینې داسې مهال ښایي چې د سې شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د امریکا متحده ایالات د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې یعنې په راتلونکو څه باندې دوو میاشتو کې افغان سولې یوې هوکړې ته د رسېدو هیله لري.

پامپيو وویل؛ په ‌دې اړه چې د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو په ضد نه ‌کارول کېږي، له طالبانو سره د یوې مسودې نهايي کېدو ته نږدې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، له ترهګرۍ سره مبارزه، د نړیوالو ځواکونو حضور، بین‌الافغاني خبرې او اوربند هغه څلور موارد دي چې له طالبانو سره خبرو کې مطرح دي او یوازې په یو مورد توافق ممکن نه ‌دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په‌داسې حال کې د افغانستان په سوله کې د پاکستان د عملي همکارۍ غوښتنه کوي چې ټاکل شوې، افغان ولسمشر محمد اشرف غني، سبا له شاوخوا څلور نیمو کلونو وروسته د دوهم ځل لپاره پاکستان ته ولاړ شي.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري رسنیو ته په استولي ویډیویي پيغام کې ویلي دي چې د سولې خبرې به د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د بحثونو په سر کې وي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د یو نوي فصل د پرانېستو په هدف اسلام‎اباد ته ځي او ډېر هیله‎ مند دی چې د زړې بې‎ باورۍ” ځای همکارۍ ونیسي.