د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت پخواني مرستیال وزیر وروستیو کې د پاکستان او نوي امریکايي ولسمشر په اړه تازه څرګندونې کړي.
نوموړی چې اوس په کابل کې د افغان امریکايي پوهنتون سرپرستۍ دنده پرمخ وړي، ویلي: «پاکستان به د ډونالډ ټرمپ له لورې له لویې ستونزې سره مخ شي.»
ډیویډ سیډني ویلي، پاکستان به په دې خاطر چې په خپله خاوره کې یې تروریستانو ته پناه ورکړې، د ډونالد ټرمپ له لوري له جدي ستونزې سره مخامخ شي.
سیډني دا خبرې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې کړي دي.
ډیویډ سیډني زیاته کړې چې د ډېرو هیوادونو په اړه د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ پالیسي څرګنده نه ده، خو ده د ټاکنیزې مبارزې په لړ کې د پاکستان پر پالیسیو سختې نیوکې کړې.
باید وویل شي چې ټرمپ د انتخاباتي کمپاین په لړ کې پاکستان د ټولې نړۍ لپاره مشکل بللی او دغه راز یې ویلي و چې د پاکستان د اتومي بم د کنټرول او څارنې لپاره هم له افغانستانه پوځیان نه باسي.
ده حتي ویلي چې پاکستان ته دې د امریکا مالي مرستې بندې شي.