پاکستان تایید کړه، چې طالبانو د تاوتریخوالي په کمېدو هوکړه کړې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یو ویډیوي پیغام کې ویلي، چې طالبانو د تاوتریخوالي په کمېدو هوکړه کړې ده.

خو افغان حکومت بیا په دې وروستیو کې د سولې لپاره اوربند اساسي ټکی بللي او د تاوترخوالي کمول یې په دې برخه کې بې معنی کار یاد کړی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د کمېدو خبر تایید کړی او هیله یې ښودلې چې د طالبانو دا پرېکړه  د افغان سولې د هوکړې لپاره مثبت ګام ثابت شي.

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو د یو شمېر طالب سرچېنو له قوله ویلي وو، چې د طالبانو رهبرۍ شورا ملا هبت الله ته مشوره ورکړې څو له اووه ورځني اوربند سره توافق وکړي او په دې توګه به په اوو ورځو کې امریکايي لوری له دوی سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

اوس تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په یو ویډیوي کلیپ کې تایید کړې، چې طالبانو د تاوتریخوالي پر کمېدو هوکړه کړې.

((اوس د سولې په برخه کې یو ښه ګام پورته شوی او طالبانو د سولې لپاره د امادګۍ اظهار کړی. هغه چې د سولې لپاره د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کېده، نو اوس طالبانو د تاوترخوالي په کمېدو هوکړه کړې ده))

د نوموړي په خبره، افغانستان کې امن او سوله د پاکستان په ګټه ده او پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

((زموږ هیله دا ده، چې په سیمه کې امن تامین شي. او په افغانستان کې امن او سوله د پاکستان، افغانستان او سیمې په ګته ده))

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي پر کمېدو نیوکه کوي، او وايي، چې د تاوتریخوالي کمېدل حقوقي او نظامي اړخ نلري او دا کار بې معنی دی.

افغان حکومت افغان سولې بهیر کې خپله طرحه د اوربند رامنځته کول ښيي، او وايي، چې د سولې لپاره اوربند ټولې نړۍ کې منل شوې لاره ده.