پاکستان ته دامریکا وروستې خبردارې!

 

د سپينې ماڼۍ ویاندې سارا سینډرز خبري کنفرانس پر مهال له پاکستانه په کلکه وغوښتل چې هغه طالب مشران ژر تر ژره ونیسي چې د کابل انټرکانټینینتل د هوټل په برید کې یې لاس درلود.

نوموړې په داسې حال کې د طالب مشرانو د نیولو غوښتنه کړې، چې په پاکستان د ترهګرو د ملاتړ فشارونه زیات شوي دي.