پاکستان ته د امریکا گواښ: د ترهگرۍ له ملاتړه لاس واخلئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هند ته له رسېدو مخکې د لنډې مودې لپاره په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره په ناسته کې پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې د ترهگرۍ له ملاتړه لاس واخلي.

د ۲۰۰۱ د سپټمبر د يوولسمې له پېښې وروسته د امریکا له لوري په ځينو مخامخ ناستو او رسمي غونډو کې پر پاکستان د ترهگرۍ د ملاتړ تورونه لگول شوي او څو ځله يې پاکستان ته خبرداری ورکړی، چې د ترهگرو له ملاتړه لاس واخلي، خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.

د امریکا او پاکستان تر منځ د ژورو او پېچلو اړيکو په اړه د ټرمپ اداره فکر کوي، چې له پاکستان سره پرېکنده خبرې وکړي. د ټرمپ ادارې په لومړيو وختونو کې د دواړو دولتونو اړيکې تر ناباورې کچې ترينگلې شوې، خو امریکا ته د پاکستاني چارواکو له سفرونو وروسته د امریکايي چارواکو په دريځ کې لنډ مهالی بدلون راغلی دی.

ټيلرسن څو ورځې وړاندې پر پاکستان توندې نيوکې کړې وې او هند يې د امریکا ستر سيمه‌ييز همکار بللی و، خو تېره ورځ يې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، لوی درستيز جنرال قمر جاوېد  باجوه، د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف، د ای ایس ای مشر جنرال نوید مختار سره په مخامخ ناستې کې پاکستان د امریکا سټراټيژيک بللی، خو په ورته وخت کې يې پاکستاني چارواکو ته خبرداری ورکړی، چې د ترهگرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي او په دې اړه د امریکا اندېښنو ته ځواب ووايي.

خو په ورته وخت کې د جورج واشنگټن پوهنتون د سياسي علومو استاد سي کرسيټين فیر وايي، چې پاکستان په سيمې کې د امریکا گټو لپاره گواښ دی او تور يې پورې کړی، چې همدې پاکستان دی، چې شمالي کوریا ته اټومي ټيکنالوجي ورکړې په افغانستان کې یې هم د خپلې نیابتي جگړې پر مټ زرگونه امریکايي پوځيان وژلي دي.