پاکستان ته د ولسمشر د سفر مهم ټکي

ولسمشر محمد اشرف غني پاکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، چې د پاک افغان دوستۍ لپاره همدا نن ورځ برخلیک ټاکونکې ده.

ولسمشر ویلي که دا ځل هم پاکستان په دوستۍ کې چل او فریب وکړي دوستي به یې بیا د تل لپاره ورسره وشلیږي.

پاکستان ته د ولسمشر غني د سفر مهم ټکي دا دي.

۱- که دا ځل هم د پاکستان حکومت خپلو ژمنو کې رښتینی نه و؛ نو افغان ولس به اجازه را نه کړي چې بيا پاکستان ته راشم. همدا به مې وروستی سفر وي.

۲- د پاک – افغان دوستۍ لپاره همدا نن ورځ برخليک ټاکونکې ده، که نن هم په دې دوستۍ کې فريب او چل کېږي، مانا دا چې دا دوستي به بیا د تل لپاره وشلېږي.

۳- هوايي حريم تړل او بندول نړيوال اصول نه ايجابوي، ژر تر ژره د پاکستان د هوايې چلند له مسئولينو څخه د خلاصېدو غوښتنه کوم.

۴- قبايلي سیمو کې د پوځ وروستی تشدد د زغملو نه دی، ماته يې چېغې کابل ته را ورسېدې.

۵- د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) غوښتنې دې واورېدل شي، بېځايه دې زندانونو ته نه اچول کېږي.

۶- ترهګري جدي ستونزه ده، افغان ولس يې تر پوزې راوستی، نور صادقانه اقدام وکړئ، موږ له هرې ترهګريزې پېښې وروسته د پاکستان حکومت ته شواهد ورکړي؛ ان تر دې چې د مړو جنازې دلته او د ټپيانو درملنه هم دلته کیږي.

۷- کابل کې به مې رسنۍ پوښتي، نه غواړم داځل خالي لاس ولاړشم او په خيالي ژمنو د خبريالانو پوښتنې ځواب کړم، داځل مې ډک لاسونه کابل ته وليږئ.

ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په سهار د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه یاد هېواد ته په دوه وځیني سفر ولاړ او دغه خبرې یې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو سره په لیدنو کتنو کې وکړې.