پاکستان دامریکا او هند اړیکو سخت اندیښمن کړې

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن په داسې حال کې پاکستان ته سفر کوي چې اسلام اباد د واشنګټن او نوې ډيلي پر پراخېدونکو اړیکو سخت اندېښمن دی.

ورځپاڼه لیکي چې ټېلرسن به له پاکستاني چارواکو سره پر دې غږېږي چې څنګه د پاکستان له خاورې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ بندېدلی شي. دی به له لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي او د پاکستاني پوځ له مشرانو سره ګوري او له دوی به غوښتنه کوي چې د پاکستان پر خاوره د طالبانو او حقاني شبکې پټنځي له منځه یوسي. خو پاکستان ښایي د واشنګټن او نوې ډيلي د تازه اړیکو او همکاریو په اړه ځیني پوښتنې ولري.

نیویارک ټایمز وایي چې امریکا او پاکستان دوه پخواني متحدین دي او په خاصه توګه د سړې جګړې په کلونو کې یو بل ته ډېر نږدې وو، خو په تېرو څو کلونو کې اسلام اباد د امریکایي مشرانو پر وړاندې خپل باور له لاسه ورکړی او له همدې کبله هند امریکا ته ورنږدې شوی دی.