پاکستان داوبو زیرمو له خطرناک ناورین سره مخامخ دی

 

 

ویل کیږي چې له دې سره به پاکستان داوبو له جدي کمښت سره مخامخ شي.

کارپوهان یې په دې آند دي چې د پاکستان حکومت د دغې ستونزې د حلولو له پاره کوښښ نه کوي.

د هغوی په خبره په تیرو څلورو کلونو کې حکومت څو سترې پروژې پیل کړي دي خو د دې موضوع په هکله یې کومه ستره پروژه نه ده پېل کړې.

په پاکستان کې تر ځمکې لاندې اوبو کې د آرسینک زهرجن عنصر اندازه مخ پر ډیریدو ده او له دې کبله کارپوهان اندیښنه څرګندوي. کارپوهان پر دې اندیښنه ښيي چې ولې حکومت د دې ستونزي د حل له پاره په جدي توګه اقدمات نه کوي.

په ځایي او نړیوالو رسینو کې دا موضوع توده ده چې په پاکستان کې پنځوس میلیونه خلک تر ځمکې لاندې د اوبو د ککړتیا له کبله احتمالا د آرسینک له مسموتیا، څخه اغیزمن کیدای شي.

ارسینک زهر لرونکی جامد عنصر دی چې په طبیعي توګه تر ځمکې لاندې اوبو کې موندل کیږي.

د اوبو د چارو کارپوه عرفان چوهدري، د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې په اوبو کې د آرسینک عنصر زیاتوالی د اندیښنې وړ موضوع ده. د هغه په خبره «زموږ هیواد کې د تازه اوبو د خوندي کولو اغیزمن قانون نه شته چې له کبله یې انساني او صنعتي فاضله مواد سیندونو او نهرونو ته غورځول کیږي، او دغه څه په ځمکه کې تر جذبیدو وروسته له اوبو سره ګډیږي. کله چې موږ تر ځمکې لاندې دغه اوبه استعمالوو نو زموږ روغتیا ته زیان رسوي.

د نوموړي کارپوه په خبره په لاهور کې وضعیت تر ټولو خراب دی، ځکه چې په وینا یې صنعتي فاضله مواد پرته له کومو ځانګړو تدابیرو په «راوي» سیند کې اچول کیږي.