پاکستان د ترهګرې ډلې مشر حافظ سعید خوشی کوي

د پنجاب ایالت د لاهور لوړې محکمې یوې کمېټې د حافظ سعید د خوشي کولو امر کړی. سعید د جماعت الدعوه ډلې مشر دی چې هند يې د ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي.

د پاکستان واکمنو سعید د روان عیسوي کال په جنورۍ میاشت کې لومړی د درېیو میاشتو لپاره په خپل کور کې نظر بند کړ او وروسته يې دغه موده نوره هم وغځوله. د سعید د نظربندۍ موده پرون شپه ۱۲ بجې پوره شوه، چې تر هغه وروسته به نوموړی خوشی شي. وړمه ورځ د محکمې یادې کمېټې د حکومت دغه غوښتنه رد کړه، چې د حافظ سعید نظربندي دې نوره هم وغځول شي. حافظ سعید د جماعت الدعوه ډلې مشر دی، چې ملګري ملتونه، امریکا او هند يې په رسمي توګه ترهګره ډله بولي. ملګرو ملتونو په ۲۰۰۸ م عیسوي کال کې د هند په ممبۍ کې تر ترهګریزو بریدونو وروسته دغه ډله د ترهګرو په لیست کې شامله کړه.