مولانا عبدالغفور د درملنې لپاره پوځي روغتون ته لېږدول شوی دی.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ ولسوالۍ کې د دغه هېواد د مشرانو جرګې د مرستیال مشر او د جمیعت علمای اسلام ګوند غړي مولانا عبدالغفور حیدري د ګاډو پر کاروان چاودنه شوې چې له امله یې ۲۵ کسان وژل شوي دي.
د رپوټونو له مخې چاودنه ماسپښین هغه مهال شوې چې مولانا عبدالغفور حیدري د جمعې مبارکې له لمانځه وروسته ستنېده.
د مستونګ ولسوالۍ روغتیايي چارواکي ډاکټر شیر احمد ستانکزي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي په دې چاودنه کې تراوسه د ۲۵ کسانو وژنه تایید کړې او دا یې هم ویلي، چې دې پېښه کې ۳۵ کسان ټپیان شوي دي.
د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند انوار الحق کاکړ وايي، چې په چاودنه کې مولانا حیدري هم ټپي شوی او د درملنې لپاره پوځي روغتون ته لېږدول شوی دی.
په چاودنه کې د عبدالغفور حیدري موټر ویجاړ شوی دی، خو چارواکو د دې چاودنې د څرنګوالي په هکله تراوسه څه نه دي ویلي.
د پېښې نور ټپیان د مستونګ ځايي روغتون او رییساني روغتون ته لېږدول شوي، خو سخت ټپیان کوټې ته وړل شوي دي.
امنیتي ځواکونه له چاودنې وروسته د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابند کړې ده.
مستونګ له کوټې سره د یو ساعت په واټن لرې پروت دی، له دې مخکې هم په دغه ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونه او چارواکي په نښه شوي دي.
بلوچستان کې پخوا هم د جمعیت علمای اسلام پر مشرانو بریدونه شوي دي.
د ۲۰۱۴ کال اکټوبر کې په کوټه کې د دې ډلې د مشر مولانا فضل الرحمان پر موټر هم ځانمرګی برید وشو.
په برید کې نوموړی بچ شو، خو دوه کسان ووژل شول.