پاکستان د سپین بولدک، چمن لاره وتړله

راپورونه وایي، کندهار ولایت کې د انګورو او نورو مېوو د حاصلاتو ټولولو موسم رانېږدې کېدو کې دی، خو پاکستان له اوسه د سپین بولدک ـ چمن لار وتړله.

ددې ولایت چارواکي وايي، له کوم لامل پرته د ماسپښین له دریو بجو راهیسې پاکستاني لوري د سپين بولدک – چمن لاره تړلې ده.

د دې تر څنګ هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ زره کسان پر دې لار تګ راتګ کوي چې کورونه یې د ډېورنډ فرضي کرښې په هغې غاړې چمن کې دي او کاروبار د کرښې دې غاړې د سپین بولدک په بازار کې کوي.