پاکستان راتلونکې اونۍ د افغان کډوالو په اړه نړیواله غونډه جوړوي

راپورونه وایي، پاکستان غواړي راتلونکې اونۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ سره د افغان کډوالو د ۴۰ مې کلیزې په تړاو دوه ورځنۍ غونډه جوړکړي. د یاد هېواد د بهرینو چارو وزارت په یوه اعلامیه ویلي، چې دا غونډه به د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شي، چې پکې به د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنران، وزیران او د شلو هیوادونو لوړ پوړي چارواکي برخه واخلي . د کډوالۍ لپاره د نړیوال سازمان شمیرې ښیې چې شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې یو میلیون او ۳۰۰ زره یې راجستر او شاخوا یو میلیون او سل زره نور یې ناراجستره دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې پاکستان کې د راجستر شویو افغان کډوالو د کارتونه اعتبار موده به په راتلونکې کب میاشت پای ته ورسیږي.