پاکستان زموږ پر ضد کومه وسله کاروي؟/ ډاکتر محب زغم

یو چا کیسه کوله چې د محمد علي جناح له یوه نږدې کس څخه چا پوښتنه وکړه چې جناح په مسلماني کې څنګه دی؟ هغه ځواب ورکړ: په لمانځه مې هېڅکله نه دی لیدلی خو په روژه خوړلو کې مې هر وخت لیدلی دی.

جناح هغه څوک و چې د اسلام په نامه یې هندوستان دوه ټوټې کړ او په اصطلاح سره اسلامي پاکستان یې جوړ کړ. د پاکستان د موجودیت تضمین یوازې د افراطي مذهبي فکرونو موجودیت کوي. له بلې خوا انګریز پاکستان داسې جوړ کړ چې دوه ناسوره یې په سیمه کې پرېښودل، د هند په پوله کې کشمیر او د افغانستان خوا ته ډیورند هغه ناسور ټپونه دي چې تقریباً شپېته کاله یې دا سیمه ناثابته ساتلې ده او ښايي څو لسیزې نورې هم همداسې پاتې شي.

پاکستان د انګریز ډېر میراثونه خپل کړل او لا تر اوسه پورې ورنه کار اخلي. انګریز د دې لپاره چې د بریتانوي هند د ازادي غوښتونکو له شره ځان خلاص کړي، هندو او مسلمان یې سره واچول او هڅه یې وکړه چې اسلامي بنسټپالنه دود کړي. دا هغه وسیله وه چې مسلمانان یې د هندوانو دښمنۍ ته هڅول او انګریزان یې بې غمه کول. کله چې افغانستان له انګریزانو پوره خپلواکي واخیسته نو دوی پوه شول چې د جګړې په ډګر کې افغانان پرې بر دي نو د مذهب وسله یې راوخیسته او د ګوډ ملا او بچه سقاو په شان وطن دښمنه کسان یې راکې پيدا کړل.

پاکستان هم عین کار له افغانستان سره وکړ. د داوود خان د حکومت پر ضد یې بنسټپالو باغیانو (ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود) ته په خپله خاوره کې ځاله جوړه کړه او بیا وروسته چې روسانو پر افغانستان برید وکړ، د پاکستان غوا لنګه شوه. افغانانو د خپل وطن په خاطر جګړه کوله خو پاکستان هڅه وکړه چې دې جګړې ته مذهبي رنګ ورکړي او د وطن نوم له خلکو هېر کړي. په افغان مهاجرانو کې روښانفکره، وطنپاله کسان هم وو خو دوی یا ترور کړل یا یې تېښتې ته اړ ایستل. «اسلام پوله نه پېژني»، «اسلامي امت»، «اسلامي نړۍ» هغه کاذب او د درواغو شعارونه وو چې د افغان جنګیالیو ذهنونو ته تزریقېدل. تر دې حده چې د دوی له زړونو یې د وطن مینه یو مخ ورکه کړه. همدا وو چې دغو جنګیالیو به د خپل وطن د ورانولو په لاره کې په هېڅ شي صرفه نه کوله: ښوونځي یې سوځول، معلمان یې وژل، د برېښنا مټې یې الوځولې، پلونه او سړکونه یې ړنګول، خپل ښارونه یې په راکټونو ویشتل … او بیا وروسته کله چې همدغه جنګیالي حکومت ته ورسېدل، هرڅه یې لوټ تالان کړ. کارخانې، ودانۍ، دفترونه، دولتي شتمنۍ، وسایط، وسایل، پوځي تجهیزات او هر څه چې د ورانولو  او خرڅولو وو، دوی وران کړل او وپلورل ځکه چې دوی سره د وطن غم نه و او هغه اسلام چې دوی ورباندې سرونه ورکول، پاکستاني اسلام و.

پاکستان پوهېده چې که چېرې افغانان په رښتیا سره افغانان پاتې شي، نو خپله هغه خاوره چې انګریزانو په چل ول ورنه بېله کړې وه، خامخا به بېرته ګټي نو باید یې افغاني روحیه وژلې وای. همدا و چې جنرال ضیأالحق په پښتني سیمو کې د دیني مدرسو جوړولو ته زور ورکړ. په دې مدرسو کې داسې افراطيت تدریسېده چې نتیجه یې طالبان راووتل. هغه طالبان چې په فرهنګ، معنوي شتمنۍ، وطنپالنه او انساني مفاهیمو هډو خبر هم نه وو. که تر دوی پخوا تنظیمي جنګیالیو د هېواد مادي شتمنۍ لوټلې وه، دوی بیا راپاتې معنوي شتمنۍ هم تباه کړې، لرغوني اثار یې مات کړل، د بودا بې سارې مجسمه یې ونړوله او خپل وطن یې لا تباه کړ.

پاکستان د افغانستان پر ضد د مذهب وسله کاروي او په دې سره موږ د ارام ساه اخیستلو نه پرېږدي. په دې تېرو څوارلسو کلونو کې افغانستان بې ساری طلایي چانس تر لاسه کړی و چې د نړۍوالو په مالي مرستو پر خپلو پښو ودرېږي او د سوکالۍ خوا ته ګامونه واخلي خو د پاکستان د ګټو لپاره جنګېدونکو طالبانو په مختلفو لارو دا لاره ډب کړه. پراختیايي پروژې یې عملي کېدو ته پرېنښودل، انجینیران یې وتښتول او ووژل، ډاکتران یې خپلو سیمو ته پرېنښودل، پلونو ته یې بمونه کېښودل او سړکونه یې په ماینونو وران کړل.

اوس چې د وطن د ابادۍ خبره وکړې، د طالبانو فیسبوکي پلویان دستي درته دین رامخته کړي چې وطن مانا نه لري، ځمکه ټوله د الله ده. خو دومره فکر نه کوي چې دغه ستاسو طالبانو خپل امارت چېرته جوړ کړی و؟

څو پورې چې د پاکستان په لاس کې د مذهب وسله وي او څو پورې چې موږ له عقله همداسې بېګانه یو نو د وطن د جوړېدو ارمان به مو پوره نه شي.