پاکستان سفارت: افغانانو ته به تر نامعلومې نېټې وېزې نه ورکول کیږي

په کابل کې د پاکستان سفارت افغانانو ته د وېزې ورکولو لړۍ درولې او وایي د امنیتي ستونزو له امله به تر نامعلومې نېټې افغانانو ته وېزې نه ورکوي.

یاد سفارت د وېزو نه ورکولو لامل امنیتي مسایل ښودلي دي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان سفارت کې هره ورځ په سلګونه کسان د وېزو اخیستلو لپاره موجود وي؛ خو په دې برخه کې په پراخه کچه فساد هم شتون لري.