پاکستان غواړي چې ۲۷ کاله وروسته د نړیوال جام کوربتوب وکړي

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي، چې پاکستان چمتو دی، ۲۰۲۳ م کال کې د نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام کوربتوب وکړي.

د پاکستان کرکټ بورډ وایي، چې دا هېواد غواړي ۲۰۲۳ م کال کې د نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام کوربتوب وکړي.

که د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریز کرکټ جام په اسټرالیا کې ترسره شي؛ نو ۲۰۲۱ م کال کې به د نړیوال شل اوریز جام کوربتوب هندوستان کوي.

د دې سربېره په ۲۰۲۳ م کال کې د نړیوال پنځوس اوریز جام کوربتوب لپاره هم هندوستان هېواد انتخاب شوی دی.

خو پاکستان ویلي دوی کولای شي، چې په ۲۰۲۳ م کال کې د هندوستان پر ځای د ۵۰ اوریز کرکټ جام کوربتوب ته اوږه ورکړي او سیالۍ پکې ترسره کړي.

د پاکستان د لاهور ښار په قدافي لوبغالي کې ۲۴ کاله وړاندې د نړیوال جام پایلوبه ترسره شوې وه؛ چې سریلانکا پکې اسټرالیا ته ماته ورکړې وه او جام سریلانکا ګټلی و.

له ۲۰۰۹ م کال راهیسې، کله چې د سریلانکا په لوبډله لاهور ښار کې وسله وال برید وشو، پاکستان کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا کرکټ ته اجازه نه ورکول کېده او لا هم په رسمي ډول د سترو لوبو ترسره کېدل پاکستان کې ډاډمن نه دي.