له نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډلو تر منځ ۲۰۲۰ نړيوال جام سياليو په دوام پای لوبې ته د لار موندنې څلورمه لوبه کې پاکستان، افغانستان ته ماتې ورکړه.
په دغه لوبه کې افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبډلمشر فرهان ذاخېل څلوېښت ، عبدالرحمان رحماني دېرش رحمان الله نهه ويشت او عابد محمدي اته ويشت منډو جوړولو سره پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۹۰منډو هدف ورکړ
د پاکستان لپاره توپ اچونه کې محمد امير خان ۳ او فهد منير ۲ تر نورو زياتې ويکټې واخستي .
پاکستان د محمد هريره د ۶۵ منډو په مټ په دوه څلويښتم اور کې ياد هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړه.