پاکستان هم اسیا جام ته خپله ملي لوبډله اعلان کړه

له هندوستان، افغانستان، بنګله دېش او سریلانکا څخه وروسته پاکستان هم د ۵۰ اوریز اسیا جام سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه.

د پاکستان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې له لوري په انتخاب شوې لوبډله کې فخر زمان، امام الحق، شان مسعود، بابر عظم، شعیب ملک، سرفراز احمد د لوبډلمشر او ویکټ کیپر په توګه، حارث سوهیل، آصف علي، محمد نواز، فهیم اشرف، شاداب خان، محمد امیر، حسن علي، جنید خان، عثمان خان، او شاهین افریدی شامل دي.

د پاکستان پیاوړی لوبغاړی محمد حفیظ بیا له لوبې کینول شوی او پر ځای یې ځوان لوبغاړی شان مسعود اخېستل شوی دی.

د اسیا جام سیالۍ د روانې سپټمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پیلیږي، چې پاکستانۍ لوبډله به خپل ګروپ کې لومړۍ لوبه د غواروي پړاو نه تېریدونکې لوبډلې سره او دویمه لوبه به د همدې میاشتې په ۱۹مه نېټه له هندوستان لوبډلې سره ترسره کړي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي مخالفت له امله دا سیالۍ په نړۍ کې په زیات شمېر مینه هم لري او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ لوبه ورته ډېره جالبه وي.

نصرت الله عمرزی