پاکستان وایي، حزب المجاهدين په ترهگرو ډلو کې شمارل ورته د منلو وړ نه دي

پاکستاني چارواکو د امریکا د بهرنيو چارو وزارت هغه پرېکړه ناسمه بللې، چې له مخې يې پاکستان مېشتې حزب المجاهدین وسله‌واله ډله د نړيوالو ترهگرو په نوملړ کې شامله کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند نفیس زکریا اسلام اباد کې خبرغونډې ته وويل، چې «حزب المجاهدين د کشميري ولس د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او موږ د امریکا په دې پرېکړې خواشي يو، چې د ولسي حقونو لپاره مبارزه کوونکي ډله يې په نړيوالو ترهگرو کې ډلو کې شمارلې ده.»

پاکستان وايي، چې کشمیر کې د هندي پوځيانو «د ظلمونو پر وړاندې د کشميري ولس لپاره د اويا کلنې مبارزې غورځنگ د ترهگرو په ډلو کې شمارل پاکستان ته د منلو وړ پرېکړه نه ده.»

خو امریکا وايي، چې حزب المجاهدين د هند تر ولکې لاندې کشمير کې د هندي پوځيانو پر ضد گڼو بريدونو او چاودنو کې لاس لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې امریکا کې به د حزب المجاهدين بانکي حسابونه کنگل شي او امریکا مېشتو خلکو ته خبرداری ورکړل شوی، چې له دغې ډلې سره هر ډول اړيکې د امریکا د قانون له مخې جرم بلل شوي دي.

په تېر جون کې، چې د هند لومړی وزير نريندرا مودي واشنگټن ته تللی و، امریکا هغه مهال د حزب المجاهدين مشر سید صلاح الدين په نړيوالو ترهگرو کې شمارلی و.

هند تور لگوي، چې د حزب المجاهدين په گډون لشکر طیبه او نورې وسله‌والې ډلې پاکستان کې فعاليتونه او دفترونه لري او له هغه ځایه په هندي کشمير کې بریدونه او چاودنې کوي او هندي چارواکي وايي، چې د پاکستان حکومت د دغو ترهگرو ډلو ملاتړ کوي.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي دي.