پاکستان پاړه چنار کې چاودنې شاوخوا ۷۰تنو ته مرګ ژوبله واړوله

له ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې په کورمه ایجنسۍ پاړه چنار کې تېره ورځ یوې چاودنې دولس تنه وژلي او پنځه پنځوس نور یې ټپیان کړي دي.

سیمه اییزو چارواکو ویلي، چاودنه تېرسهار د سبزي په منډوي کې هغه مهال وشوه، چې د خلکو گڼه گوڼه ډېره وه.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو په خبرپاڼه کې ویل شوي، ځینې ټپیان یې د چورلکو له لارې د پېښور روغتونونو ته وړي دي.

ځايي چارواکي وايي، د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او کېدای شي د مړو په شمېره کې زیاتوالی راشي.

د پاکستان ځینې رسنۍ وايي، په چاودنه کې اتلس تنه وژل شوي او له شپېتو ډېر ټپیان شوي دي.

پاړه چنار د کورمې ایجنسۍ هغه قبایلي سیمه ده، چې وخت ناوخت پکې چاودنې کېږي او ډېری وخت د شیعه او سني ترمنځ هم اخ ډب پېښیږي.

تراوسه پورې کومې وسله والې ډلې ددې چاودنو مسوولیت نه دی منلی.

کورمه ایجنسۍ د ډیورنډ فرضي کرښې سره نږدې پرته ده او له دې وړاندې هم پکې ورته چاودنې شوې وې.