پاکستان په شل اورېزه سیالیو کې زمبابوې ماته کړه

پرون د پاکسان لاهور ښار په قذافي کرکټ لوبغالي کې د پاکستان کرکټ لوبډلې او زمبابوې کرکټ لوبډلې ترمنځ شل اوریزه دویمه سیالي ترسره شوه چې د پاکستان په ګټه پای ته ورسېده.
پدغه سیالۍ کې زمبابوی کرکټ لوبډلې پاکستان ته دشلو اورونو په ترڅ کې د دری لوبغاړو په سوځیدو ۱۷۵منډی جوړﯤ کړﯤ او پاکستان ته یې ۱۷۶منډی هدف شوه.
ورپسې پاکستان کرکټ لوبډله د هدف د ترلاسه کولو په موخه میدانه ته ښکته شوه چی د پیل لوبغاړو ښکلې لوبه وکړه چی بیا په پای کی لوبه سختو شیبو ته ورسیده او په وروستي اور کی یې سیالي په خپله ګټه پای ته ورسوله.
هېره دې نه وي چې له دې وړاندې هم ددغه دوه لوبډلو ترمنځ د شل اورونو یوه سیالي تر سره شوې وه چې هغه هم پاکستان ګټلې وه.