پاکستان په لاهور ښار کې تر دری ورځو ټول جوماتونه وتړل

د پاکستان اردو پواینټ ورځپاڼه لیکي چې د قذافي سټیډیم، چې دا لوبې په کې کېږي، خواوشا ټولو جوماتونو امامانو او خطیبانو ته امر شوی دی چې تر درې ورځو پورې دې رخصت وکړي.

ورځپاڼه لیکي چې حکومتي چارواکو په سټیډیم کې دننه جومات په شمول د خواوشا سیمو ټولو جوماتونو او د ودونو تالارونو ته کولپونه ورواچول.

اردو پواینټ لیکي چې یاد جوماتونه به درې ورځې وروسته بېرته پرانستل شي.

که څه هم چې په بیت الله شریف کې د حج طوافونه د لمانځه او جماعت لپاره ودرول کیږي خو د پاکستان حکومت چې ویل کیږي تل یې دین او دیني ارزښتونه د خپلو سیاسي او اقتصادي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره کارولي دي د کرکټ د لوبو لپاره ګڼ شمېر جوماتونه بند کړي دي.