پاکستان په پنجاب کې ګڼ شمېر مسلمانانو د مسیحیانو کورونو او کلیساګانو ته اور اچولی

‏د پاکستان په پنجاب ایالت کې ګڼ شمېر مسلمانانو د مسیحیانو کورونو او کلیساګانو ته اور اچولی او نړولي یې دي.
د راپورونو له مخې؛ پېښه وروسته تر هغې رامنځته شوه، چې د دغه ایالت په فیصل اباد سیمه کې دوو مسیحیانو د قرانکریم ځینو پاڼو ته بې احترامي وکړه او اور یې ورته واچوه.