پاکستان چاودنې یو تن وژلی او ۱۳ یې ټپیان کړي

د پاکستان کوټې ښار مرکز باچا خان ته څېرمه نن ماښام چاودنه شوې، چې یو تن پکې وژل شوی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.

د بلوچستان د پولیسو په وینا، چاودنه داسې مهال وشوه، چې په یوه مارکېټ کې خلکو د اختر لپاره سوداګانې کولې.

روغتیایي چارواکو هم ویلي چې د پېښې له ځایه ورته یو جسد او ۱۳ ټپیان وروړل شوي دي.

د بلوچستان د پولیسو یوه مشر ویلي، د لومړنۍ پلټنو داسې ښکاري چې چاودېدونکي توکي د مارکېټ په یوه دوکان کې ځای پر ځای شوي وه.

د دې پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.