پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تر یو لسو ماتو وروسته له انګلستان نه لوبه وګټله

د پاکستان کرکټ لوبډلې د نړیوال جام په سیالیو کې انګلستان ته په ۱۴ منډو ماتې ورکړه.

که څه هم جیو روټ او بټلر د خپلې لوبډلې په ګټه سلیزې ترسره کړې؛ خو کومه ګټه یې ونکړه او لوبه یې پاکستانې لوبډلې ته وبایلله

که څه هم  پاکستانې لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې ویسټ انډيز ته په ستر توپیر لوبه بایللی وه او تر هغې وړاندې یې سر په سر لس لوبې بایللی وې، خو دا ځل یې د کوربه انګلستان په وړاندې د تمې خلاف لوبه ترسره کړه.

په دې لوبه کې لومړې توپ د پاکستان کرکټ لوبډلې ترسره کړه چې په ټاکلو پنځوس اورنو کې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره مقابل لوبډلې ته د ۳۴۹ منډو هدف وټاکه توپ وهنه کې د پاکستان لپاره محمد حفیظ ۸۴ بابر اعظم ۶۳ او امام الحق ۴۴ منډې ترسره کړې.

توپ اچونه کې د انګلستان لپاره معین علي او اوکس درې درې او اوډ بیا دوه لوبغاړي وسوځول

وروسته د هدف د ترلاسه کولو لپاره د انګلستان کرکټ لوبډله میدان ته راغله که څه هم د لوبې پیل یې ډير ښه نه و او د پیل لومړې ویکټ یې ژر له لاسه ورکړه، خو د جیو روټ او بټلر تر سلیزو وروسته داسې ښکاریدل چې لوبه به وګټي، خو وې نشو کولی، چې هدف تر لاسه کړي.

جیوروټ ۱۰۷ او بټلر بیا ۱۰۳ منډې ترسره کړي خو لوبه یې وبایلله

توپ اچونه کې وهاب ریاض درې محمد امر او شاداب خان دوه دوه لوبغاړي وسوځول او لوبه یې وګټله