پاکستان کې بند پاتې نږدې ۱۴ زره افغانان د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د طورخم دروازه د شنبې له اتو بجو څخه تر مازیګر پنځه بجو پورې پرانیستې وه، چې له یادې لارې ۱۳ زره ۵۵۰ افغانان هېواد ته راستانه شوي او ۴۵۰ پاکستانیان له دغې لارې خپل هېواد ته اووښتي دي. د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاء الله خوګيانی وایي، چې یاده لاره د مسافرو پر مخ د شنبې په مازیګر پنځه بجې تړل شوې ده. د کرونا ویروس خپریدو مخنیوي په موخه پاکستان حکومت خپل هېواد ته په ورتګ ټولې لارې تړلي، چې وخت نا وخت د بند پاتې افغان مسافرو پر مخ پرانیستل کیږي. بل د سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د تورخم او چمن لارې به له اختر وروسته د مسافرو او ټرانزیټ پرمخ پرانېستل شي.