پاکستان کې د الوتکې غورځېدو په پيښه کې ۴۷ تنه وژل شوي

پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد د نړیوالې هوايي کرښې پي آي اې یوې الوتکې کې، چې ۴۷ کسان پکې و او د پښتونخوا له چترال سیمې اسلام اباد ته پر لاره لوېدلې، چې ټول سپرلۍ یې وژل شوې.

د دغه هېواد د هوايي شرکت په خبره پي کې ۶۶۱ الوتکه چې له چترال سیمې د پښتونخوا په وخت درې نیمې بجې روانه شوې وه ټاکل شوې وه څلورنیمې بجې اسلام اباد ته ورسېږي، خو له اسلام اباد سره څېرمه د ایبټ اباد په حویليا سیمه کې لادرکه شوه.

د یاد شرکت د چارواکو په خبره په دغه الوتکه کې ټول ۴۷ کسان سپاره ول چې ۳۱ نارینه، ۹ ښځې، ۲ ماشومان او پنځه د الوتکې عمله وه.

د پاکستان د لومړي وزیر ترڅنګ د اپوزیسیون مرستیال مشر بلاول بوټو زرداري او ګڼو نورو سیاستوالو پر یاده پېښه خواشیني څرګنده کړې.