پاکستان کې د اورلګېدنې له امله ۱۵ تنه ته مرګ ژوبله اوښتې

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان په پنجاب ایالت کې یو مسافر وړونکي موټر اور اخیستی او په ترڅ کې یې اووه کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
په راپور کې راغلي چې په وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي. د پنجاب پولیسو ویلي، دغه پېښه د مایع ګازو د بالون د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.