پاکستان کې د اورګاډي ټکر له امله ۷۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

راپورونه وايي، په پاکستان کې د دوو ریل ګاډو د ټکر له امله ۷۷ مسافرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا پیښه نن پنج شنبې په سهار شوې چې ۱۷ تنه په کې وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

د کراچۍ چارواکو ویلي چې دا ټکر د زکریا ایکسپریس او فرید ایکسپریس په نامه اورګاډو ترمنځ د کراچۍ له لانډهي اورګاډو تمځای سره څېرمه شوی، چې د دواړو اورګاډو څلور بوګۍ/خونې له پټلۍ لوېدلې دي.

باید وویل شي چې تردې وړاندې تېره میاشت هم په ملتان سیمه کې د اورګاډو ترمنځ ورته ټکر شوی و، چې په پایله کې يې څلور تنه وژل شوي او تر سل زیات ټپيان شوي ول.