پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۱۰۹تنه وژل شوي

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د مونسون یا پشکال د بارانونو له امله ډېری سیمو کې سیلابونه راوتي چې د چارواکو په خبره په تېره یوه میاشت کې لسګونه کسان وژلي او سلګونه یې ټپیان کړي دي.

په پاکستان کې له قدرتي افتونو سره د مبارزې قامي ادارې NDMA تیره ورځ ناوخته په خپل تازه راپور کې ویلي چې دغو مونسوني بارانونو د تېرو ۵ اوونیو په اوږدو کې د خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو په ګډون په ټول پاکستان کې لږ تر لږه ۱۰۹ کسان وژلي او ګڼ شمېر یې ټپیان کړي دي.

د دغه ادارې د راپور له مخې، مونسوني بارانونو او سیلابونو په یو شمېر سیمو کې پر ځاني زیان سربېره خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي او ګڼ شمېر کورونه او دولتي ودانیو ته یې زیان رسولی دی.

د NDMA د راپور له مخې، سږنیو موسمي بارانونو او سیلابونو له امله په وژل شویو ۱۰۹ کسانو کې ۱۴ ښځې او ۳۱ ماشومان هم شامل دي او کاږي، دغو بارانونو تر دې دمه پر خېبر پښتونخوا سربېره په ډېری سیمو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۴۸ کسان ټپیان کړي هم دي، خو د هغوی د روغتیايي وضعیت په اړه یې څه نه‎ دي ویلي.

دراپورنو له مخې په تېرو ۵ اوونیو کې مونسوني بارانونو او سیلابونو له امله په وژل شویو ۱۰۹ کسانو کې د خېبر پښتونخوا ایالت ۲۲، د سند ۶، د بلوچستان ۲۶، د پاکستاني کشمیر ۴، د قبایلي سیمو ۱۶ او د پنجاب ایالت تر ټولو زیات ۳۱ کسان شامل دي.”

راپورونه کاږي، په تېرې اوونۍ کې د پشکال موسمي بارانونو تر ټولو زیات زیان خېبر پښتونخوا ایالت کې اړولی او د دې ایالت په شبقدر او ورڅېرمه کلیو کې سیلاب راوتی و چې د سیمې پر کورونو او دوکانونو سربېره یې ځینې دولتي ودانۍ او ښوونځي ښوونځيو ته هم زیان رسولی دی.

د دغې سیمې اسېدونکي وايي چې د سېلاب اوبه یې کورونو ته ننوتي او شکایت کوي چې حکومت په دې لړ کې پر وخت لازم اقدامات نه کوي نو دوی مجبور دي چې په‎خپل مټ له کورونو او دوکانونو څخه د سیلاب اوبه وباسي.

د قدرتي افتونو د قامي ادارې د راپور له مخې، د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د پشکال بارانونو پر ځاني زیان سربېره مالي زیان هم اړولی او کاږي چې تردې دمه یې ۲۸۷ ودانیو ته هم زیان رسولی چې په دې کې ښوونځي او نورې دولتي ودانۍ هم شاملې دي.