پاکستان کې د دوو جلا جلا چاودنو له امله ۹ تنه وژل شوي دي

‏پاکستاني پولیس وایي په دوو جلا بمي چاودنو کې چې د دې هیواد په شمال لویدیځ او جنوب لویدیځ کې وشوې، ۹ تنه وژل شوي دي. پولیس وایي د سړک د غاړې د یو بم په چاودنې کې چې د بلوچستان ولایت د کیچ په ولسوالۍ کې وشوه، د سیمې یو سیاستوال د خپلو ۷ ملګرو سره پکې ووژل شو.
‏په سیمه کې د پولیسو مشر حیدر علي ویلي چې وژل شوی سیاستوال اسحاق یعقوب نومیده او د بلوچستان عوامي ګوند غړی و. د بلوچستان د دې چاودنې څخه څو ساعته وړاندې په شمالي وزیرستان کې یو ځانمرګي برید کوونکي چې چاودیدونکي مواد یې په موټر کې ځای پر ځای کړي و،‏هدف ته تر رسیدو وړاندې یې چاودنه کړې. پولیسو ویلي په دې چاودنې کې یوه ښځه او خاوند چې تازه یې واده کړی و وژل شوي دي.