پاکستان کې د سړې هوا له امله ۲۷ کسان مړه شوي دي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس تیره ورځ د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او بلوچستان کې د پرلپسې واورو او بارانونو له امله ۲۷ کسان مړه شوي. پاکستاني رسنۍ وايي، له تیرو څو روځو راهیسې د پاکستان په بیلا بیلو سیمو کې د سختو واورو او بارانونو له امله یخني ډېره شوې او لږ تر لږه ۲۷ کسان د یخنۍ له امله مړه شوي. دغه کسان، د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او د بلوچستان په ځنیو سمیو کې مړه شوي او همدغو سیمو کې د سختې واورې وریدنې له امله خلک په خپلو کورونو او ان مسافر په موټرو کې بند پاتې دي. چارواکي وايي، د خلکو ژغورلو لپاره هڅې روانې دي او خلکو ته یې خبرداری ورکړی، چې له خپلو کورونو څخه ونه وځي او ځان وساتي. د یادونې وړه ده، چې د ژمي په موسم کې د پاکستان په ځینې سیمو کې سختې واورې او بارانونه کیږي، چې له امله یې خلکو ته درانه مالي او زیاني زیانونه اوړي.