پاکستان کې د لاریونونو له امله د پولیسو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې

راپورونه وايي، د تحریک لبیک ګوند لخوا  له څو ورځو راهیسې د پاکستان په مختلفو سترو ښارونو کې د پاکستان حکومت پرضد لاريونونه روان دي.

د راپورونو په اساس لاریونونه په تاوتريخوالي اوښتي او د لاهور په ګډون څو ښارونه د کړکېچ حالت ته تللي.

تېرورځ  د پولیسو او لاریوون کوونکو ترمنځ نښتې هم رامنځته شوې، چې له امله یې د ۱۵ پولیسو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ‌ژوبله اوښتې.

همدا راز د تحریک لبیک ګوند ملاتړو د لاریونونو پر مهال  شپږ پولیس هم یرغمل کړي.