پاکستان کې د لاریونونو له امله د یو پولیس په ګډون درې کسان وژل شوي

راپورونه وايي، پاکستان کې د تحریک لبیک ملاتړو وروسته له هغې په لاریونونو پیل وکړ چې پولیسو ددغه ګوند مشر سعد حسن رضوي ونیولو.

وروسته له هغې چې د فرانسې حکومت تېر کال په چارلي هیدو مجله کې د اسلام پیغمبر حضرت محمد ته د منسوب کاریکاتور د خپرېدا دفاع وکړه، لبیک تحریک له پاکستانه غوښتنه وکړه چې د فرانسې سفیر د اپرېل تر۲۰ له دغه هېواد څخه وباسي.