پاکستان کې د مظاهرو له امله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر ۱۹۰۰ پورې ډېر لاریون کوونکي نیول شوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د پلویانو مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتې دي او د حکومت ضد مظاهره چیانو او پولیسو تر منځ د اخ و ډب په پایله کې نښتې هم رامنځ ته شوې دي. په دغه هېواد کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي، ۲۹۰ کسان ټپیان شوي او تر ۱۹۰۰ ډېر لاریون کوونکي نیول شوي دي.