پاکستان کې د ورور په ګناه په خور دخلکو پر وړاندې جنسي تیری وشو

د پاکستان ملتان ښار په یوه کلي کې سپن ږیرو امر کړی چې د هغه کس مجازاتو لپاره چې یوې ځوانې نجلۍ باندې یې تیری کړی وه، د نوموړي په ځوانې خور باندې د ټولو پر وړاندې ډله ایز تیری وشي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دواړو نجونو د کورنۍ غړي په دغه پریکړه نیولو کې ښکیل دي او په پایله کې د تیري کوونکي کس خور باندې د خپل مور او پلار او د کلي نورو اوسیدونکو په حضور کې ډله ایز تیری شوی.

له دی پيښې وروسته د دواړو قرباني شویو انجونو میاندې د پولیسو حوزه کې د ترسره شوي جنایت په اړه شکایت ثبت کړی.

دغو شکایت په تړاو تر اوسه ۲۵ کسان نیول شوي. خو تر اوسه د دواړو پيښو عاملین فراري دي.

طبي څېړنو په دواړو پېښو کې جنسي تېری تائید کړی.