پاکستان کې د ‌پرله پسې چاودنو له امله ۶ تنه وژل شوي او لسگونه نور ټپیان شوي دي

‏د خیبر پیښتونخوا په سوات سيمه کې بيګاه ماښام د پاکستاني پولیسو په مرکز کې د ‌پرله پسې چاودنو له امله ۶ تنه وژل شوي او لسگونه نور ټپیان شوي دي.
‏د راپورونو له مخې د چاودنو له امله د یاد مرکز تعمیر هم په بشپړه توګه نړیدلی دی.