پاکستان کې د پولیسو پر موټرد چاودنې له امله ۱۷ تنوته مرګ ژوبله اوښتې

د بلوچستان مرکز کوېټه نیو سریاب په سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر موټر د چاودنې له امله ۷ تنه پولیس وژل شوي دي او لس تنه نور یې ژوبل دي.

ویل کیږي چې برید د ریموټ کنټرول ماین په وسیله تر سره شوی دی چې له امله یې یاده مرګ ژوبله رامینځته شوې ده.

سرچینې وايي چې ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي او د ځینو حالت یې د اندیښنې وړ دی.

پولیس وايي د پېښې سیمه د پاکستانیو ځواکونو له لوري کلابند شوې ده.