پاکستان کې د چاودنې له امله مرګ ژوبله ۲۰۰ تنو ته ورسیده

‏پاکستاني چارواکو ویلي چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې په یوه سیاسي غونډه کې د چاودنې امله ۴۴ تنه وژل شوي او تر ۱۵۰ ډیر ټپیان دي. دا چاودنه پرون هغه مهال وشوه چې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علمای اسلام څه دپاسه ۴۰۰ غړي په “خار” ښار کې په یوه غونډه کې راټول شوي وو.