چهارشنبه , 15 مې 2024

پاکستان کې زیات شمېر ماشومان په ایډز اخته شوي

د ډاکټرانو یوې نوې څېړنې ښودلې، چې د پاکستان په سِند ایالت کې د ماشومانو د ایډز په پېښو کې زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستاني ډاکټرانو یوې ډلې په دغه هېواد کې د ماشومانو پر ایډز څېړنه کړې، دغو څېړنو موندلې چې د نوموړي هېواد په جنوبي ایالت سِند کې د ماشومانو د ایډز په پېښو او پر ایډز د اخته کېدو برخه کې زیاتوالی راغلی دی.   د یاد هېواد د سویلي ایالت سِند په راتودیرو سیمه کې، د ۳۱ زره او ۲۳۹ کسانو روغتیایي معلومات څېړل شوي.   په دومره شمېر کسانو کې ۹۳۰ هغه یې په ایډز اخته شوي دي.

د دغو ۹۳۰ کسانو له ډلې بیا ۵۹۱ یې له پنځه کلونو د ټيټ عمر ماشومان دي.  دغو ډاکټرانو د ماشومانو ترمنځ د ایډز ناروغۍ د خپرېدو علتونه د کارول شویو او په ایچ آې وي وېروس د ککړې وینې لېږدول ښودلي دي.   د څېړونکو ډاکټرانو ډلې له حکومت څخه غوښتي، ترڅو دا معلومه کړي، چې د ایډز وېروس څه ډول له بدلمنو ښځو او په نشه یي توکو له روږدو کسانو دغو ماشومانو ته رسېدلی دی.